ایکنا - د اسلامی ایران ولسمشر روښانه کړې ده ،په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي وحشي رژيم د جنایتونو او وژلو د بهیر د درولو لپاره دې د اسلامی امت او هیوادونو اغیزشیندونکي هڅې او ملګرتیاوې اړینې دي.
د خبر لمبر: 3489030 خپرونې تاریخ : 2024/04/10
د قرآنی سیالیو ولولناکه شپه
ایکنا- (بجنورد) د قرآن عمومي سیالیو د نهائي مرحلې په پنځمه شپه د خراسان شمالی د اوسیدونکو له پرتمین هرکلي سره یو ځای وه .متوسطې اجرا ترسره شوې او هماغه راز ولوله او پرتم ؤ خوسیالۍ له ښکارندې خالی وې.
د خبر لمبر: 3488383 خپرونې تاریخ : 2023/12/06
ایکنا-(تهران) لوي پادری آهرون کوهن په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د اوسنیو تاؤتریخوالو دختمولو لپاره یوازینۍ حل لاره داسرائيلو د جنایتکار رژیم دسوله ایز او په بشپړ له مینځه وړلو لپاره نړیواله موافقه ده څود دوي په ځاي د یهودي،عرب او بل هریوه فلسطیني پشمول چې په دغه ټاټوبی کې اوسیږي، ټول د یوه ډيموکراټيک هیوادڅښتن شي.
د خبر لمبر: 3488171 خپرونې تاریخ : 2023/10/26
ایکنا-(غزه ) د تلې یا میزان د میاشتې له پنځلمسې نیټې یعني په طوفان الاقصی اوج پسې وحشي او جنایتکارو صهیونیسټي پوځيانو د جنګی الوتکو په بې آمانه بمباریو کې تردې دمه په غزې کې د خدای اوه کورونه (جوماتونه) په کنډوالو بدل شوي دي او د وحشیانو دغیر انساني کړنو ننداره وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3488092 خپرونې تاریخ : 2023/10/11
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب ستر لارښود د د اسلامی وحدت دنړیوالو کنفرانس له میلمنو،د اسلامی هیوادونو د سفیرانو،د اسلامی جمهوری نظام د مسئولانو او د زرګونو خلکو په ټول کې د الهی او آسماني کتاب قرآن کریم د سپکاویو لپاره د سرزورو قدرتونو د پلانونې علت له قرآني تعلیماتو څخه د استکباري او استعماري قدرتونو د خطرې احساسول وبلل او په دې خبرې په ټينګار سره چې د امریکا او سرزورو قدرتونو له لاسوهنو سره د مقابلې یوازینۍ لاره ، د اسلامی هیوادونو اتحاد ااو په اساسی مسئلو کې د یوې واحدې کړن لاړې غوره کول وبلل،او وې وئيل، له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو عادي کولو جواري پر بایللی اسپ د شرط بندۍ په څير ده چې په بایللو محکوم دی.
د خبر لمبر: 3488050 خپرونې تاریخ : 2023/10/03
ایکنا-(بیروت) د لبنان په بیروت کې د صبرا او شتیلا د نسل وژنې دشهیدانو د یو څلویښتمې کلیزې د درنښت دستورې په پرتم او ولولې سره ترسره شوې او یو ځل بیا ئې د وحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه غیر انساني او سترظلم وبالۀ.
د خبر لمبر: 3487965 خپرونې تاریخ : 2023/09/17
ایکنا(اسلام اباد) د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرا د بشری حقوقو په شورا کې د صهیونیسټي رژيم د استازي د د تورونو په غبرګون کې د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: د اسرائیلو له سیاسي څرګندونو سره سره، د بشري حقونو شورا په متفقه توګه د پاکستان نړیوال پړاویز راپور تصویب کړی دی، او د دوي سپارښتنو او وصیّتونو ته هیڅ ضرورت نشته.
د خبر لمبر: 3487615 خپرونې تاریخ : 2023/07/12
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای په په دې خبرې په ټينګار سره چې د فلسطین مسئله د اسلامي نړۍ او د اسلامي امت د مسائلو زړه دی، څرګنده کړه: څومره چې د فلسطین په مسئله کې پرمختګ کیږي، هماغومره د اسلامي نړۍ او اسلامي امت په مسایلو کې هم پرمختګونه رامنځته کیږي.
د خبر لمبر: 3487511 خپرونې تاریخ : 2023/06/22
ایکنا-(تهران) د فلسطین د جهادِ اسلامي غورخڼګ عمومي منشي زیاد النخاله ووئيل،مونږ په سیاسي جنګ کښې ښه کړنلاره درلوده او یوه پياوړې معادله مو وروتپله.
د خبر لمبر: 3487357 خپرونې تاریخ : 2023/05/18
ایکنا-(تهران) دصهیونیسټي رژيم د افراطي کابینې د مخالفانو د اعتراضونو دوام لامل شوی څو بینیامن نتن یاهو د قضائي اصلاحاتو له ترسره کیدا لاس په سر شي،البته په نیواکي ټاټوبو کې داخلی شخړې او ترینګلتیاوې لاپسې په پراختیا دي .
د خبر لمبر: 3487100 خپرونې تاریخ : 2023/03/28
ایکنا-(تهران)د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم د داخلی امنیت وزیر بن ګویر جوته کړې ده فلسطیني اسیران باید پانسي شي، او د اعدام تر وخته پورې باید هغوی سره، د ورانکارو په توګه چلند وشي.
د خبر لمبر: 3486845 خپرونې تاریخ : 2023/02/02
ایکنا-(تهران)د فلسطین دحماس غورځنګ لوړپوړي مشر خالدمشعل زیاته کړې ده،د مقاومت شهیدانو پخپلو وینو سره د نیواکي ټاټوبو د آزادولو او د اردن سین په لویدیځي غاړې کې مقاومت ته دبیرته ستنولو لاره پرانیستې ده.
د خبر لمبر: 3486372 خپرونې تاریخ : 2022/10/26